ښاغلی ولسمشر حامد کرزی ، د اوبو او بریښنا وزیر اسماعیل خان، ګرانو میلمنو، ښاغلو او میرمنو السلام علیکم!
ویاړم چې نن د امریکا د متحده ایالاتو د ولس مشر او د امریکا د خلکو په استازیتوب دا ستره او مهمه لاسته راوړنه د افغانستان د حکومت او خلکو سره یوځای لمانځم. اته کال د مخه دلته په کابل کې او په ټول افغانستان کې تپه تیاره وه. یوه تیاره چی د سیاسی ظلمونو ، نه زغملو او یوازیتوب په نتیجه کی منځته راغلی وه - اویوه ریښتینې تیاره چې د مهمی زیربنا د نشتوالی له کبله چې په هغه کې بریښنا هم شامله وه، منځ ته راغلی وه.
له هغو ورځو راهیسې ډیر بدلونونه رامنځته شوی دی . سیاسی پر مختګ چې د هغه ښه شواهد له دوو اونیوو نه وروسته د لمړی ځل لپاره د افغانانو په مشری د ولسمشری او ولایتی شوراګانود ټاکنو تر سره کول دی چې ټول افغانان به ترینه خوند واخلی. او همدارنګه د اقتصادی او ټولنیز پر مختګ سره سره ځنې نورو برخو کې هم مهمې لاسته راوړنې لکه د روغتیا ، ښوونې او روزنې، ټرانسپورټ او دا سې نورو برخو کې هم پرمختګونه شوی دی.
د امریکا خلک ویاړی چې پدې ټولو برخو کې یې مهمې مرستې کړی دی پدغو کی یوه هم دومره مهمه نه وه لکه دا د بریښنا برخه چې مونږ یې نن لمانځو. د امریکا حکومت د تره خیلو د بریښنا له دستګاه سره د ۳۰۰ میلونه امریکایی ډالرو مرسته کړی ده چې نن مونږ ټول پدې لاسته راوړنه کې سره یو ځای ګډون لرو چې په کابل کې به په زرګونو نارینه ، ښځینه او ماشومان تری ګټه واخلی.
د دی دستګاه څخه ۳۵ میګاواټه اضافی بریښنا به په کابل کې شاوخوا ۲۰۰،۰۰۰ خلکو ته بريښنا برابره کړی. ددې کال د دسمبر په میاشت کې به ددې دستګا د بریښنا تولید تر ۱۰۰ میګاواټه پوری زیات شی چې په زرګونو نورو کورونو او تجارتونو ته بریښنا برابره کړی. دا نوی بریښنا به په کابل کې د بریښنا د اوسنیو سرچینو سره یوځای شی اود یو شمیر زیاتوهغو بیکاره او ډیزلی جنراتورونو ځای ونیسی چې همدا مهال کارول کیږی.
سربیره پردی، د تره خیلو د بریښنا دستګاه به د اورښت د کموالی په وخت کی چی د بریښنا نوری منابع کمی او بریښنا ته اړتیا زیاته شی بریښنا تولیده کړی د بریښنا د نورو منابعو سره به هم د یوی مرستندوی دستګاه په توګه کار وکړی. دا دستګاه داسی جوړه شویده چی ددی ښار د زیاتیدونکی نفوس د بریښنا اړتیا پوره کړی خو دا دستګاه باید په مالی توګه خود کفا اوسی. ډیره ضروری ده چی د بریښنایی خدمتونو لپاره د پیریدونکو د پیسو د ورکړی پواسطه ددی دستګاه ساتنه وشی.
د افغانستان د انرژی د سکتور څخه د امریکی د متحده ایالاتو ملاتړ د افغانستان د آرامی او اقتصادی معیشت سره د امریکی د متحده ایالاتو د اوږد مهالی او فوق العاده تعهد ښکارندوی ده. مونږ د افغانستان له حکومت سره د تولید، لیږدونی، او د ویش د سیستم په برخه کی په ټول هیواد کی پانګه اچونه کړیده. مونږ د افغانستان د حکومت سره د ګاونډیو هیوادونو څخه د بريښنا د پیرودونی د تړونونو په خبروکی مرستی کړیدی. مونږ کوښښ کوو چی د شبرغان د ګازو د زیرمو لپاره د بریښنا دیوی دستګاه د جوړولو په برخه کی د خصوصی سکتور پانګه اچونی را منځته کړو.
او بلاخره مونږ به د کجکی بند د بیاجوړونی او پراختیا لپاره چی د هلمند د سیند په ناوی کی به ۱.۵ میلیونه خلکو ته دری چنده بریښنا تولیده کړی، ۱۵۰ میلونه امریکایی ډالره مرسته وکړو.
مونږ پوهیږو چی د افغانستان حکومت هم هوډ من دی ، مونږ دغه هوډ په هغو کارکوونکو کی لیدلی دی چی زمونږ په نړیوالو ګډو هڅو کی هره ورځ همکاری کوی چی پدوی کی د (DABM) او (DABS) مؤسسی ۺځینه او نارینه کارکوونکی هم شامل دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د خلکو تعهد هیڅکله دومره قوی نه وه لکه څومره چی د ولس مشر اوباما په نوی ستراتیژی کی منعکس شوی چی د افغانانو پرامنیت، د افغانستان لپاره د یوی پیاوړی ملی اردو او ملی پولیسو پر چټک پرمختګ، عدالت، حساب ورکوونی ، دوامداره اقتصادی پرمختګ، او په سیمه ایزو خبرو اترو او دیپلوماسی باندی ټینګار کوی.
نو- زه د کابل د ښاریانو څخه غوښتنه کوم چی هرکله د شپی دخپل کور څراغ روښانه کوی دوی د په یاد ولری چی امریکا ددوی ترڅنګ ولاړه ده، او مونږه راتلونکی ګډ بریالیتوب ته خوشبینه یو او پرتاسو او د خپل ماموریت په بریالیتوب باور لرو.
ښاغلی ولسمشره ، داچی تاسو د پرانستنی پدی محفل کی پخپل ګډون سره مونږ ته ویاړ را وباښه مننه کوم. اجازه راکړی چی د امریکی د خلکو په استازی توب دا څرګنده کړم چی مونږ پدی ویاړو چی ستاسو په وطن کی د امنیت د ټینګښت ، حکومت کولو، عدالت او اقتصادی پرمختګ په ګدو هڅو کی برخه اخلو.
مننه
Comment
Make a general inquiry or suggest an improvement.