د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته د مالوماتو لمړنۍ ځیرمه پرانیسته

Afghanistan Ministry of Public Health Launches First Data Warehouse for the Health Sector with help from USAID
Afghanistan Ministry of Public Health Launches First Data Warehouse for the Health Sector with help from USAID
USAID/Afghanistan

For Immediate Release

Wednesday, August 30, 2017

کابل، افغانستان – د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې(USAID) د مرستو څخه په ګټې اخیستو سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغه هیواد لمړنۍ مالوماتي ځیرمه پرانیسته، دغه انټرنټ بنسټه سیستم د عامې روغتیا سکتور مالومات ځیرمه کوي او د شریکو غاړو او د پالیسيو جوړوونکو سره يې شریکوي.

د روغتیایي پروګرامونو اغیزمنې پلان جوړونې، تعقیب او د هغو په اړه د اغزمنو پریکړو نیولو لپاره مالوماتو ته د اړوندو ادارو لاس‌رسی او د مالوماتو څخه د ګټې اخیستنې پراخول د دغې ځیرمې اساسي موخې رامنځته کوي. د دغه نوښت څخه مخکې، د عامې روغتیا مالومات منسجم او د انټرنټ له لارې د لاس‌رسي وړ نه وو او د روغتیايي پروګرامونو پلان جوړونې او د روغتیایي خدمتونو د وضعیت ارزونې لپاره هم شریکو غاړو ته د لاس‌رسي وړ نه وو. د روغتیا سکتور مدیران، د پالیسيو جوړونکي، اړوند شریکې غاړې او عامه وکړي به د «ډستریکټ روغتیایي مالوماتو سافټویر(DHIS)» تر نامه لاندې د مالوماتو دغې ځیرمې څخه په ګټې اخیستو سره په اسانه توګه مهمو روغتیایي مالوماتو ته لاس‌رسی ولري.

د دغه انټرنټ بنسټه پروګرام له لارې هر څوک چې انټرنټي خدمتونو ته لاس‌رسی ولري کولای شي چې د هر ځای څخه چې وغواړي روغتیایي مالوماتو ته لاس‌رسی ولري. د مالوماتو دغې ځیرمې څخه په ګټې اخیستو سره، ګټه اخیستونکي کولای شي چې لمړنۍ ارزونې ترسره او مالومات د ګرافونو، چارتونو او نقشو له لارې ارائیه کړي چې دغه اسانتیا به د مالوماتو خورا اسانې او ساده پوهې او مفاهمې زمینه چمتو کوي. د مالوماتو ځیرمه به د افغانستان حکومت او تطبیق کوونکو همکارانو سره مرسته وکړي چې په بیلابیلو کچو (مرکزي، ولایتي او ولسوالیو) کې د هیواد ګود ګوډ کې د پلي‌کیدونکو پروګرامونو او د ترسره کیدونکو خدمتونو حالت وڅاري او ویې ارزوي. د مالوماتو دغه ځیرمه د غوره شویو روغتیایي شاخصونو چټکې ارزونې او تعقیب له لارې د روغتیایي خدمتونو ښه کولو لپاره هم کارول کیدلای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز په دې اړه وویل «د مالوماتو ځیرمه به د عامې روغتیا وزارت سره د روغتیایي پروګرامونو ښې پلان جوړونې او څارنې برخه کې مرسته وکړي.» هغه زیاته کړه «دغه مالوماتي ځیرمه به شریکو غاړو او عامه وکړو ته د روغتیايي مالوماتو خپراوي له لارې په روغتیايي پروګرامونو کې حساب ورکونه او روڼتیا زیاته کړي.»

د امریکانړیوالې پراختیایي ادارې رئیس ښاغلي هربرټ سمیټ وویل «روغتیايي سیستمونه راتلونکو روغتیايي اندیښنو ته په ښه توګه ځواب ورکولو لپاره په‌وخت او کیفیت لرونکو مالوماتو ته اړتیا لري.» هغه زیاته کړه «د مالوماتو دغه ځیرمه به د دغې موخې ترلاسه کولو کې د افغانستان روغتیایي سیستم سره مرسته وکړي.»

د روغتیایي مالوماتو دغه ځیرمه د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې «د روغتیا سکتور پایښټ(پایدارۍ) پروژې» په ملاتړ رامنځته شوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې پراختیایې پروګرامونو باندې د ۱۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرو پیسو لګولو سره، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره افغانستان ته د ټولو څخه لوی دوه اړخیزه ملکي مرستندویه پروګرام وړاندي کوي. د امریکا نړیواله پراختیایي اداره د افغانستان حکومت او ولس سره ملګترتیا کوي ترڅو د هیواد خصوصي سکتور په مشري اقتصادي وده تضمین، یو دیموکراتیک او ځواکمن دولت چې د قانون حاکمیت له لوري حکومت وکړي رامنځته، او ټولو افغانانو ته لمړني روغتیایي او پوهنیز خدمتونه چمتو کړي.